د اسپانیا پولیسو په رسمي ډول د افغانستان پخواني سفیر رحیم پیرزاده د نړیوال نیولو غوښتنه کړې ده.
نوموړی د څو ښځو، په ګډون یوې افغان مېرمنې، د جنسي ځورونې په تور تورن دی.
راپورونه وایي چې پیرزاده دا مهال په امریکا کې د جعلي نوم له امله نیول شوی او افبيآی ترې پوښتنې کړي دي.
د اسپانیا ځانګړې څانګې دوسیه محکمې ته سپارلې او ټاکل شوې چې د هغه په اړه پرېکړه وشي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې پیرزاده رسمي دیپلومات نه و او هیڅ مصونیت نه لري.