لانگوار ژورنال په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له لوري دوه کاله د ملا محمد عمر د مرګ پټ ساتل د طالبانو دننه ژور اختلافونه رامنځته کړل، چې په پایله کې د داعش خراسان څانګه جوړه شوه.
راپور زیاتوي، ملا منصور له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۵ پورې د ملا عمر په نوم فتواوې خپرولې او دې چارې یې پر مشرۍ باور له پوښتنو سره مخ کړ.
د طالبانو ځینو مهمو څېرو، لکه د ملا عمر ورور، د ملا عمر زوی یعقوب مجاهد، د ملا دادالله کورنۍ او نورو دا عمل وغنده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، همدا اختلافونه وروسته د طالبانو د بېلابېلو ډلو د جلا کېدو لامل شول، چې ځینې یې د ازبکستان اسلامي تحریک، د القاعده غړي او ناراض طالبان وو، چې بیا د داعش خراسان څانګې ته لاړل.
ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۶ کال د مې په میاشت کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.