د هند او د منځنۍ آسیا پنځو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له یو سولهییز، باثباته او له ترهګرۍ پاک افغانستان څخه ملاتړ څرګند کړی دی.
دوی دغه څرګندونې د هند او منځنۍ آسیا د خبرو اترو د څلورم پړاو په پای کې وکړې، چې په نويډهلي کې د هند د بهرنیو چارو وزیر په مشري ترسره شوه.
وزیرانو همداراز ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق پر ضد باید جدي مبارزه وشي.
په اعلامیه کې همداراز د ترمز سیمهییز لوژستیکي مرکز د یو اېناېچسيار له نړیوالو زېرمو سره د یو ځای کېدو هرکلی شوی، چې موخهیې بېځایه شویو ته د بشري مرستو د رسولو ظرفیت پیاوړتیا ده.