د بشري حقونو سازمان “ههنگاو” د راپور له مخې، د ۲۶ کلنې افغانې کډوالې کبرا رضايي جسد له ۵۰ ورځو وروسته په تهران کې وموندل شو، چې د بدن ځینې غړي یې پرې شوي وو.
راپور وايي، رضايي چې د تهران په ورامين کې اوسېده، مړی یې خلکو د کثافاتو په منځ کې موندلی دی، چې له جنتیکي ازموینو وروسته د هغې هویت تایید شو.
ههنگاو زیاتوي، د ایران امنیتي ځواکونو د هغې د ښخولو مخه نیولې، ځکه تر اوسه یې د دفن قانوني اجازه نه ده صادره شوې.