د امریکا د کالیفورنیا والي، ګاوین نیوسام، د لاسانجلس په مظاهرو کې د ټرمپ لهخوا د ملي ګارډ د سرتېرو ځای پر ځای کول «غیرقانوني» بللي دي.
نوموړي ویلي، دا کار د ایالتي واکونو خلاف دی او له ولسمشره یې د دغه امر د بېرته اخیستو غوښتنه کړې.
مظاهرې چې د کډوالۍ د سختو سیاستونو پر ضد روانې دي، درې ورځې به دوام ولري.
پولیسو ځینې مظاهرې غیرقانوني اعلان کړې او له مظاهرهچیانو سره یې نښتې شوي دي.
سپینې ماڼۍ د نیوسام څرګندونې رد کړې او ویلې یې دي چې د نظم ساتنه اړینه ده.