یکشنبه, جون 15, 2025
Homeافغانستاننبیل:ملا هبت‌الله خپلو چارواکو ته امر کړی، چې له ده بشپړ اطاعت...

نبیل:ملا هبت‌الله خپلو چارواکو ته امر کړی، چې له ده بشپړ اطاعت وکړي

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل ویلي، د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې له والیانو سره په ناستې کې ویلي، چې ملا یعقوب، سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق ته یې ویلي چې له ده سم اطاعت وکړي.

نبیل زیاته کړې، د طالبانو حکومت مشر ویلي، که پوه شي، چې په دوی کې چا له کفارو سره اړیکې جوړې کړې، ژمنې یې ورکړې؛ نو د دوی هیلې او کفار به له خاور سره یو شان کړي.

ښاغلی نبیل داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې ملا هبت‌الله له ټولو والیانو سره کندهار کې کتلي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here