دوشنبه, جون 16, 2025
Homeکورپاڼهایراني استخبارات:د اسرائیل د حساسو اټومي اسنادو پراخه برخه مو ترلاسه کړې

ایراني استخبارات:د اسرائیل د حساسو اټومي اسنادو پراخه برخه مو ترلاسه کړې

ایراني استخباراتي ادارې ادعا کړې چې د اسراییل له حساسو اټومي اسنادو یوه پراخه زیرمه یې ترلاسه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، په دغو اسنادو کې د اسراییلي اټومي تاسیساتو او پلانونو مهم جزئیات شامل دي.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، دا عملیات پخوا ترسره شوي؛ خو د اسنادو د خوندي لېږد له امله پټ ساتل شوي وو.

سرچینې زیاتوي، د اسنادو شمېر دومره ډېر دی چې د انځورونو او وېډیوګانو کتنه یې ډېر وخت غواړي.

اسراییلو تر دې دمه د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لا هم څرګنده نه ده چې دا اسناد له هغه سایبري برید سره تړاو لري که نه، چې تېر کال د اسراییل د اټومي څېړنیز مرکز هدف ګرځېدلی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here