د افغانستان د ژغورنې د عالي مقاومت شورا غړي، محمد محقق ويلي، چې د طالبانو «وروستۍ ورځې» رارسېدلې او افغانستان د آزادۍ په درشل کې دی.
محقق دا څرګندونې د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په انقره کې له عبدالرشید دوستم سره د لیدنې پر مهال کړې.
هغه ویلي، د طالبانو دننه اختلافات زیات شوي او خلک د دې ډلې له رژيمه کرکه لري.
محقق زیاتوي، چې طالبانو په هېواد کې سیستماتیک قتلونه، عام وژنې، جبري کوچونه او د ښځو له حقونو پراخې سرغړونې کړي دي.
محقق دغه راز ویلي، ځینې ګاونډي هېوادونه هم د طالبانو د نظام امنیت ته زمینه برابروي.
هغه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې طالبان به ډېر ژر له منځه ولاړ شي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه سره یو موټی دي.