د پخواني جمهوري نظام لومړی مرستیال او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د طالبانو، داعش او حزبالتحریر ترمنځ اختلافات د «کارغانو جګړې» ته ورته بللي دي.
هغه طالبان، حزبالتحریر او داعش خراسان د امریکا او اسرائیلو استازي بللي دي.
صالح ویلي، په ترهګرو ډلو کې، که هغه د سپین بیرغ وي یا تور، روښانه او قاطع دریځ نیول ناشوني دي، ځکه چې دا ډلې د توهین، تهمت او تورونو له لارې یو بل له منځه وړي.
هغه په طنز ویلي، که د طالبانو دا ادعا سمه وي چې له نورو ترهګرو ډلو سره فرق لري؛ نو بیا باید موساد په لسګونو “ملا هبتالله ګان” په مزدورانو کې شامل کړي.