د ایکانومېک ټایمز په یوه تازه مقاله کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ افغانستان لا هم د خپلې «ستراتېژیکې ژورې» موخې برخه ګڼي او تر هغه چې دا لیدلوری پای ته ونه رسېږي، د اسلاماباد او کابل ترمنځ اړیکې به و نه رغېږي.
مقاله زیاتوي، چې پاکستان افغانستان د خپل «کور شاته انګړ» ګڼي او همدا دریځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالي بېباورۍ او شخړو بنسټ ګڼي.
په مقاله کې راغلي، له طالبانو سره د پاکستان اړیکې هم دښمنۍ ته ورته شوې، چې پکې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان هوایي بریدونه او د افغان کډوالو جبري شړل یاد شوي.
چین، چې د پاکستان سټراتېژیک ملګری بلل کېږي، هڅه کړې چې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ منځګړیتوب وکړي.