د مزارشریف د روضې جامع جومات خطیب او د شمال مشهور دیني عالم مولوي عبدالقاهر د میاشتې د رؤیت په تړاو د طالبانو حکومت دریځ تر پوښتنې لاندې راوستی.
هغه د یوې مذهبي غونډې پر مهال وویل، چې د امام ابوحنیفه له نظره د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وخت او جغرافیې اختلاف، د میاشتې په رؤیت کې د اختلاف لامل نشي کېدلای.
نوموړي زیاته کړې، که یو هېواد کې میاشت ولیدل شي او بل هېواد ترې خبر شي، نو باید د هماغه رؤیت له مخې اختر اعلان کړي یا روژه ونیسي.
عبدالقاهر ویلي، چې تر یو نیم ساعت وختي توپیر هم د اختلاف دلیل نهشي جوړېدای، ځکه د شرعي میاشتې رؤیت د وخت له محدودیت سره نهدی مشروط.
دیادونې ده، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ یو نیم ساعته وخت توپیر شته، خو د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې د اسلامي مناسبتونو نېټې د خپلې جوړ شوې کمېټې له خوا په خپلواکه توګه اعلانوي.