د جمهوري حکومت پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هر کله چې پاکستان جګړه ییز دریځ غوره کړي، نړیوال بانک، آی.ایم.اېف او د اسیا پراختیایي بانک پرې د پورونو او مرستو محدودیتونه نرموي.
نوموړي زیاته کړې، چې لوېدیځو هېوادونو هېڅکله هم پر پاکستان بندیزونه نه دي لګولي، آن هغه مهال هم نه، چې اسامه بن لادن د دې هېواد د پوځي اکاډمۍ تر څنګ وموندل شو.
ښاغلی صالح وایي، پاکستان د ترهګرو شبکو سره د مرستې باوجود له بندیزونو ځان ژغورلی، او دا د حیرانتیا وړ ده.