د طالبانو حکومت د امر بالمعروف محمد خالد حنفي ویلي، چې اسلام د خلکو پر شخصي حریم تېری نه مني.
هغه د اختر په ورځو کې د محتسبینو لپاره په یوه سیمینار کې ټینګار وکړ چې د هیڅ شخص مبایل، جېب یا کور ته له اجازې پرته ننوتل او لاسوهنه روا نه ده.
نوموړي زیاته کړې چې رشوت اخیستل د خوګ له غوښې هم بد دي او له محتسبینو یې غوښتي چې د خپلو چارو اصلي هدف د الله رضا او د ټولنې اصلاح وټاکي.