پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeافغانستانریچارډ بنټ:تېره اوونۍ طالبانو ۶۷ افغانان عام محضر کې په درو وهلي...

ریچارډ بنټ:تېره اوونۍ طالبانو ۶۷ افغانان عام محضر کې په درو وهلي دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنټ ویلي، چې تېره اوونۍ طالبانو په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۳ نارینه او ۴ ښځې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

نوموړي دا عمل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف بللی او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې دا ډول سزاوې په بې‌سارې توګه زیاتې شوي دي.

بنټ ټینګار کړی چې طالبان باید مشروع ونه شمېرل شي او هېڅ افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته په زوره ونه لېږل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here