دیني عالم رحمت الله اندړ د خپلو منابعو څخه چې د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت کې دندې لري په خپله ایکس پاڼې لیکلي چې د حج اوقافو سرپرست شیخ نور محمد ثاقب او د عدلیې سرپرست عبد الحکیم شرعي سعودي عربستان ته له رسیدلو سره سم په هوایې ډګر کې تر اوږده توقیف وروسته خوشې شوي دي.
مولوي اندړ لیکلي:« د معلوماتو له مخې د حج اوقافو وزیر چې د تېري پنجشنبې په ماسپښین سعودي ته رسیدلی، سمدستې توقیف شوی او توقیف یې تر یوې ورځې زیات دوام کړی دی او وروسته یې له دې امله خوشې کړی چې د حج ویزه لري.
د عدلیې وزیر یې هم په هوایې ډګر کې تقریباً ۹ ساعته توقیف کړی او وروسته یې اجازه ورکړې ده.»
مولوي رحمت الله اندړ وایي، د طالبانو حکومت د دواړو وزیرانو د توقیف لامل د دوی افراطي فکر ښودل شوی.
دواړه وزیران د نجونو د تعلیم او کار په مخالفت کې د طالبانو د امیر شیخ هبة الله اخوند زاده کلک ملاتړي دي.
دغه دیني عالم په نړۍوالو نیوکه کړې چې له طالبانو سره دوه ګونی تعامل کوي، مشران یې د افراطیانو په توګه پېژني او له کشرانو سره یې ګذاره کوي او د تنازل او تعامل تمه ور څخه لري.