سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeافغانستاند روسیې سفیر؛امیرخان متقي ته د افغانستان د نوماند سفیر د منلو...

د روسیې سفیر؛امیرخان متقي ته د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سپارلی

په کابل کې، د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لوریو د کازان غونډې د هوکړو، دوه‌اړخیزو کاري کمېټو او د اړیکو د نوي پړاو پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

روسي سفیر، متقي ته د افغانستان لپاره د نوي نوماند سفیر د منلو رسمي یادداشت هم وسپاره او تمه یې وښوده چې د ډيپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا له لارې به د دواړو هېوادونو همکاري لا پراخه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here