د جمهوري حکومت پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، که د دوحې تړون پټ ضمایم د افغانستان د ملي ګټو خلاف نه وي؛ نو طالبان ولې دا پټ ساتي.
هغه ویلي، امریکا له طالبانو سره د دغو ضمایمو له لارې پټې اړیکې لري او د افغانستان اقتصادي او مالي سیستم کنټرولوي.
صالح د نجونو د زده کړو پر بندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان له علمه تشېږي، نظام نشته، فرهنګ ځپل شوی، او طالبان د تاریخ، قانون او ملي ارزښتونو درناوی نه کوي.
هغه زیاتوي، طالبان له فرهنګي اړخه هېڅ تولید نه لري، ژېړې بوشکې او ترانې ورته تاریخ ښکاري.
نوموړي د طالبانو سخت دریځ غندلی او ویلي یې دي چې د ښځو د تعلیم، کار او ازادۍ محدودیتونه، د کادرونو فرار او د کاري فرصتونو کمښت هېواد له بحران سره مخ کړی؛ خو نړیوالو غبرګونونو هم د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی.