یو افغان-اسټرالیایي عکاس، فلم جوړونکی، لیکوال او د بشر حقونو فعال مظفر علي، د مهاجرو ماشومانو او افغان نجونو د زدهکړو د ملاتړ لپاره ۴ زره کیلومتره په بایسکل سفر پیل کړی دی.
دا سفر چې “د زدهکړې لپاره بایسکل چلول” نومېږي، پرون د کوینزلند ایالت له مالینی ښاره پیل شوی او تر جنوبي اسټرالیا د اډلېډ ښار پورې به دوام ولري.
ټاکل شوې چې مظفر علي به د دې یو میاشتني سفر پر مهال له خلکو سره وګوري، د فلم نندارې به جوړې کړي او په ښوونځیو کې به ویناګانې وکړي.
دا نوښت د «سیساروا لیرنینګ» په نوم د زدهکړې له یو بنسټ سره تړاو لري چې مظفر علي په ۲۰۱۴ کال کې په اندونیزیا کې جوړ کړی و، او اوس د نړۍ د کډوالو تر ټولو بریالي زدهکړیز مرکزونو څخه ګڼل کېږي.