د طالبانو حکومت د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې غواړي په کابل کې د خپلو سفارتي اړیکو کچه له چارسمبالي، څخه په سفیر بدل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی هم په ورته اقدام سره غواړي په اسلام اباد کې د سفارت د شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه اقدام په د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او نورو ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.