سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeافغانستانپاکستان ته د امیرخان متقي سفر؛دغه سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه...

پاکستان ته د امیرخان متقي سفر؛دغه سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه ترسره کیږي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان رسمي بلنه منلې او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

که څه هم د سفر دقیقه نېټه نه‌ده څرګنده؛ خو سرچینې وایي دا سفر ښایي د جون په میاشت کې ترسره شي.

سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د سفر پر مهال به د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه او دغه ډله کې د افغان جنګیالیو مخنیوی د خبرو مهم ټکي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند هم له طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړې دي او اسلام‌اباد د دې پرمختګونو له امله له نوو سیمه‌ییزو تحولاتو اندېښنه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here