پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeافغانستاند ایران د بهرنیو چارو وزارت:عباس عراقچي په ایټالیا کې له حامد...

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:عباس عراقچي په ایټالیا کې له حامد کرزي سره لیدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت په وینا، دا کتنه د حامد کرزي په غوښتنه ترسره شوې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي و چې حامد کرزي جرمني ته د خپل وروستي سفر پر مهال د پنځو لوېدیځو هېوادونو له استازو او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.

د یادونې ده، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د بحران د حل لپاره پر ټول‌شموله حکومت جوړېدو خبرې شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here