سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeکورپاڼهانتونیو ګوترېش:نړۍ اوس تر بل هر وخت ملګرو ملتونو او مجهزو سوله...

انتونیو ګوترېش:نړۍ اوس تر بل هر وخت ملګرو ملتونو او مجهزو سوله ساتو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سوله ساتو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې یوازې تېر کال کې د دې سازمان ۵۷ سوله ساتونکي وژل شوي دي.

هغه د مې پر ۲۹مه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، تر اوسه ۴۴۰۰ سوله ساتونکو خپل ژوند د ملګرو ملتونو د ماموریتونو پر مهال له لاسه ورکړی دی.

ګوټرېش زیاته کړې، نړۍ اوس تر بل هر وخت ملګرو ملتونو او مجهزو سوله ساتو ته اړتیا لري، څو د نننیو واقعیتونو او سبانۍ ننګونو پر وړاندې چمتو وي.

د یادونې ده، چې د مې ۲۹مه هر کال د سوله ساتونکو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here