پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeکورپاڼهد پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې نښته؛څلور وسله وال او دوه...

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې نښته؛څلور وسله وال او دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولاکوټ ښار کې د چهارشنبې په ورځ د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۶ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ډان ورځپاڼې په وینا، نښته د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د زرنوش نسیم په مشرۍ د یوې وسله‌والې ډلې پر ضد شوې.

په وژل شویو کې ۴ وسله‌وال او ۲ پولیس شامل دي.

چارواکي وايي، عملیات دوام لري او وسله‌والو د سپکو وسلو ترڅنګ لاسي بمونه هم کارولي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here