تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د شمالي وزیرستان سنګم سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستې وسلهوال برید کړی، چې له امله یې د یوه افسر په ګډون ۴ پوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه وايي، بریدګرو هڅه کوله پوسته ونیسي او پوځیان له ځان سره یوسي؛ خو د مقاومت له امله بېرته شاتګ ته اړ شول.
تر اوسه پاکستاني چارواکو یا ټيټيپي په رسمي ډول تبصره نه ده کړې.