د روسیې د دفاع وزیر اندري بېلوسوف وایي، په منځني ختیځ کې روانې ناآرامۍ د افغانستان او مرکزي آسیا پر امنیت ناوړه اغېز کړی دی.
نوموړي چې د ټولیز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبرې کولې، ویلي چې ځینې وسلهوالې ډلې لا هم په سیمه کې فعاله دي او له افغانستان څخه مرکزي آسیا ته د هغوی نفوذ د اندېښنې وړ دی.
که څه هم بېلوسوف د کومې مشخصې ډلې نوم نه دی اخیستی؛ خو د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، هغه دا موضوع یو ځل بیا را پورته کړه، چې ګواکې له افغانستانه امنیتي ګواښونه متوجه دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.