د طالبانو حکومت د غزني د علماوو شورا د طلاق، مهر، او نکاح اړوند موضوعاتو په اړه ۱۵ مادییز پرېکړه لیک خپور کړی دی.
دې شورا ویلي، باید له بېضرورته طلاق ورکولو ډډه وشي، ځکه طلاق د اسلام تر ټولو بد خو حلال عمل بلل شوی.
همداراز خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو د مخالفت له امله د طلاق خلع رواج غیراسلامي دی او نارینه ته د خلع پیسې ناجایزه دي.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې مهر د ښځې شرعي حق دی، باید ورکړل شي، او د مهرو لوړول خلک له ستونزو سره مخ کوي.
شورا د ولسوالیو علماوو ته سپارښتنه کړې چې د خلکو د مصلحت له مخې د مهر حد وټاکي.
همداراز ټینګار شوی چې په نکاح کې باید د ښځې رضا وي، د بدل نکاح مخه ونیول شي، او د کونډې ښځې د نکاح حق ته درناوی وشي.
دوی دغه راز د ودونو پر مهال ډزې، د ښځو ټیکریو لرې کول، عکساخیستل، او ویډیو ثبتول هم منع شوي او مرتکبین یې د سزا وړ بللي دي.