د پاکستان لومړی وزیر، شهباز شریف د خپل سیمهییز سفر په لړ کې نن ایران ته ورسېد.
تمه ده چې شریف به د دې سفر پر مهال د ایران له لوړپوړو چارواکو، په ځانګړې توګه د ولسمشر مسعود پژشکیان سره وګوري.
دواړه لوري به د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې د وروستیو تحولاتو او نړیوالو مسایلو په اړه بحثونه وکړي.
شهباز شریف دا شپږ ورځنی سیمهییز سفر د هغو هېوادونو څخه د مننې لپاره پیل کړی چې په وروستیو کې یې د هند سره د ترینګلتیا پر مهال له پاکستان ملاتړ کړی و.
شهباز شریف تر دې مخکې ترکیې ته تللی و او هلته یې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي دي.