د افغانستان د پخواني حکومت د اقتصاد وزیر، مصطفی مستور د ترکیې په انتالیا غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو د «موزائیک» طرحه، له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د وتلو او د یو همهشموله حکومت د جوړېدو لپاره مناسبه لار نه ده.
نوموړي وویل چې ملګري ملتونه له طالبانو د بشري حقونو رعایت، له تروریزم سره مبارزه او د همهشموله حکومت جوړول غواړي؛ خو دا غوښتنې یې په طرحه کې روښانه نه دي بیان کړي.
د هغه په خبره، سره له دې چې د دوی غوښتنې نه دي واضح شوي؛ خو د طالبانو د بندیزونو لېرې کول، د شتمنیو خلاصون، او دوی ته د ملګرو ملتونو څوکۍ تسلیمولو غوښتنې واضح ذکر شوي دي.
مستور زیاته کړه چې دا طرحه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، فریدون سینیرلياوغلو، د راپور پر بنسټ چمتو شوې ده.
د ملګرو ملتونو دغه «موزائیک» طرحه، چې په وروستیو میاشتو کې معرفي شوې، له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.