سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeافغانستانایران:غواړو چې سږکال افغانستان ته ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي د اورګاډي...

ایران:غواړو چې سږکال افغانستان ته ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي د اورګاډي له لارې ولیږو

د ایران د اورګاډي ادارې اجرایوي مشر جبار علي ذاکري وایي پلان لري چې روان کال د ریل پټلۍ له لارې ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي افغانستان ته واستوي.

نوموړي د ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د سالار – شادمهر حلقوي سړک په پرانیستلو سره توکي په لږ وخت کې خپل منزل ته ورسوي.

ذاکري زیاته کړې چې اوس د اورګاډي مسیرونه له هرات او سنګان څخه د شهد مطهري تر تمځای پورې بشپړ فعال دي، او پخوانۍ ستونزې هم له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وینا، افغانستان دا مهال د ایران پنځم ستر سوداګریز شریک دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here