په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي، توماس باراک په استانبول کې د سوریې د موقت حکومت له مشر احمد شرع سره لیدلي او له هغه یې د داعش پر ضد اقداماتو، له اسرائیلو سره د اړیکو او د ټرمپ د پالیسۍ د پلي کولو له امله ستاینه کړې ده.
د ښاغلي باراک په وینا، دغه لیدنه تاریخي وه، ځکه چې له سوریې څخه د امریکا بندیزونه لېرې شوي او دواړو خواوو د پانګونې، پراختیا او د یوې نوې سوریې د معرفي کولو ژمنه کړې ده.
هغه زیاته کړې چې احمد شرع د بندیزونو د لغو کېدو ستاینه کړې او دا اقدام یې د امریکا او سوریې ترمنځ د نویو همکاریو لپاره مهم بللی دی.
ټرمپ هم، چې وروستی ځل یې له شرع سره په سعودي عربستان کې لیدلي و، له هغه اغېزمن شوی ښکاري.
هغه خبریالانو ته ویلي وو: «هغه یو ځوان، ښکلی، سختدریځه سړی دی. پیاوړې سابقه لري. ډېر قاطع او جنګیالی دی.»