د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت سرپرست وايي، دوی خپلې واکمنۍ کې د افغانو مېرمنو حق ورکړی.
خالد حنفي ویلي، افغان مېرمنې تېرو کلونو کې له خپلو حقونو بې برخې وې.
حنفي په فاریاب کې د دیني عالمانو غونډې ته ویلي، چې هیڅوک حق نه لري چې د یوې نجلۍ د مهر حق ترې واخلي.
هغه ټينګار وکړ، که څوک د نجونو مهر ترې واخلي، قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.