لیکوال: شاه محمود میاخیل
په افغانستان کې د امریکا د شتون په هکله د امریکا د جنګ د ارزونې کمیسون نن په کانګریس کې استماعیه غونډه درلوده. د دغه غونډې یوه برخه ما واوریدله خو له بده مرغه بهرنیانو او هم قانوني صیب او داودزي صیب چې کوم نظر ورکړ چې د جمهوریت سقوط مهم لامل متمرکز سیستم و، سمه نه ده.
هر ډول نظام چې وي، د رهبرې او د حکومت د ټیم رول مهم دی چې حاکمیت د قانون او حکومتولې د ښه والي لپاره کار وکړي.
د جمهوریت متمرکز نظام، خو شل کاله دوام وکړ خو که غیر متمرکز نظام وې، شاید پنځه کاله یې هم دوام نه وې کړې ځکه افغانانو ولیدل چې وروسته د پارلمان د اکثره وکیلانو او لوړ رتبه مامورینو سرونه په یو ځای او پښې او لاسونه یې بل ځای په نورو هیوادونو کې و.
امریکا او متحدینو یې ولیدل چې د جمهوریت مشران او سیاسیون د دوی ستراتیژیک پارټنران نه دي نو د ۲۰۰۹ زکال نه یې علني د وتلو اعلان وکړ خو د جمهوریت مشرانو او سیاسیون تر اخره پورې دا خبره نه منله.
خو د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هیوادونه پوهیدل چې امریکا د افغانستان نه وځي نو ځکه یې طالبان تقویه او باالاخره د امریکا په شمول ټولو د طالبانو سره مخفي رابطې درلودې. همدې خوش باورې جمهوریت سقوط کړ.
له دې کبله، د جمهوریت سقوط اصلي لامل هغه کسان و چې په جمهوریت کې یې مهمې دندې درلودې خو په جمهوریت او جمهوري ارزښتونو یې باور نه درلود.
د حکومت مشرتابه، کرزي صیب او هم ډاکتر صیب اشرف غني او ورسره ټیم یې د ښې حکومتولې او قانون د تطبیق په عوض، معامله ګرې ته دوام ورکړ او جمهوریت لکه لنګه غوا هر چا لوشله، خو د غوا د صحت او تقوې پروا یې نه درلوده تر څو چې غوا مړه شوله.
دلته هدف د جمهوري نظام ثبات نه و بلکې د نظام د ثبات په عوض امتیاز ګیري وه چې نتیجه یې ورنه کړله.
که راتلونکې کې هم هر نظام جوړیږي او هدف یوازې امتیازګیري وي، بیا هم نتیجه نه ورکوي.
البته نړیوال او سیمه ایز اړخونه هم د جمهوریت سقوط لامل و خو هغه باید په جدا کانټیکسټ کې پرې بحث وشي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.