پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeافغانستانیوواخیم سټامپ:هغه کډوال باید له جرمني ووځي، چې رخصتي افغانستان کې تېروي

یوواخیم سټامپ:هغه کډوال باید له جرمني ووځي، چې رخصتي افغانستان کې تېروي

د کډوالو لپاره د جرمني د حکومت کمېشنر له‌ دې هېواده د هغو افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې چې د دوبي رخصتۍ کې افغانستان ته ځي.

یوواخیم سټامپ ویلي، هغه افغان کډوال چې د دوبي رخصتي افغانستان کې تېروي؛ باید جرمني ته بیا پرېنښودل شي.

نوموړي دا څرګندونې د هغه تازه راپور په غبرګون کې کړي چې وايي، په جرمني کې دېری زرګونه افغان پناه غوښتونکي د دوبي رخصتۍ په افغانستان کې تېروي.

سټامپ ټینګار کوي چې جرمني باید د کډوالو نړۍوال قانون ته ژمن وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here