اسماعیل خان چې د طالبانو حکومت یو له سرسختو مخالفانو څخه ګڼل کیږي او د افغانستان په تېر حکومت کې د هرات والي او د اوبو او انرژۍ وزیر و، د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګیدو د درېیمې کالیزې په مناسبت په خپله وینا کې د طالبانو پر وړاندې د هېواد په کچه د وسله وال مقاومت غوښتنه کړې.
اسماعیل خان چې د افغانستان د ژغورنې د عالي شورا د مشر په توګه یې د دغې شورا له نورو مشرانو سره په انلاین غونډه کې خبرې کولې، د طالبانو پر وړاندې د افغانستان په شمال او لویدیځ کې وسله وال مقاومت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه مقاومت باید د هیواد په کچه او د طالبانو ضد ټول جریانونه په یو محور راټول شي.
اسماعیل خان د دوحې تړون د ګندمک تر تړون بدتره وباله او ویې ویل چې افغانستان د یوې نړیوالې دسیسې له مخې طالبانو ته سپارل شوی دی.
اسماعیل خان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په لومړیو کې د هرات ښار د دفاع پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شو، په هرات کې له څو اوونیو پاتې کېدو وروسته ایران ته ولاړ او اوس په مشهد کې اوسېږي.