د طالبانو حکومت د زمري (اسد) ۲۴مه د افغانستان په تاریخ کې یوه “مهمه او د ویاړ ورځ” بللې او ویلي دي چې په دغه ورځ افغانستان له شل کلن اشغال او تېري خلاص شو.
یاد حکومت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې شل کاله یې د «کفري» اشغال پر وړاندې هر ډول قرباني ورکړې او اوس چې شریعت حاکم شوی ټول افغانان باید د اسلامي نظام ساتنې او ملاتړ ته چمتو وي.
اعلامیه کې، د الله تعالی څخه د «اسلامي امارت» رهبرۍ او غړو ته په شریعت د التزام او استقامت غوښتنه او د شیطاني او انسي دسیسو او توطیو څخه د ژغورنې دعا شوې.