چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهد افغانستان د ملي یووالي پر ضد روانه رواني جګړه

د افغانستان د ملي یووالي پر ضد روانه رواني جګړه

لیکوال: احمدشاه انګار
افغانستان، لکه د نړۍ هر بل هېواد، یو پېچلی تاریخ لري، خو په وروستیو کې، د دې خاورې زخمونه نه‌ یوازې نه ‌دي رغیدلي، بلکې قصداً د وېشلو وسیله ګرځول شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې یوه منظم تبلیغاتي کمپاین روان دی چې موخه یې د افغانانو ترمنځ ملي نفاق خپرول، د طالبانو او ISI پر وړاندې د خلکو پام اړول، او د افغانانو د ملي مبارزې مخنیوی دی.

دا تبلیغات، چې د ISI لخوا تنظیمېږي، له څو لارو سرته رسېږي. ځینې د کویټې هزاره‌ګان، چې له ISI سره همکاري لري، د پاکستاني پښتنو ځینې کړۍ لکه نجیبه فیض، او یوه ډله چې د «۳۰۰ ډالري ډلې» په نوم یادیږي او له حقاني شبکې سره نېغ‌ په‌ نېغه اړیکې لري، د دې تبلیغاتو مهم عناصر دي. د دوی اصلي هدف دا دی چې د تاریخ زخمونه راوسپړي، افغانان یو د بل پر ضد راوپاروي، او د ملي یووالي مخه ونیسي.

یو له هغو ستراتیژیو چې د دې تبلیغاتي جګړې برخه ده، د پخوانیو سیاسي جنجالونو څخه ناوړه ګټه اخیستل دي. ځینې هڅه کوي چې یو ځانګړی قوم، ژبه یا ولایت، چې د افغان ناسیونالیزم ستن بلل کېږي، د ټولو ستونزو مسؤل وګڼي. د بېلګې په توګه، دوی د امیر عبدالرحمن خان او اوسني وضعیت ترمنځ ناسمه پرتله کوي، ترڅو جعلي روایتونه جوړ کړي او افغانان په یو نه‌ ختمېدونکي شخړه کې ښکېل کړي.

له بله اړخه، ځینې ډلې بیا د افشار د عام‌وژنې پېښه داسې تحریفوي چې د یو خاص قوم پر ضد احساسات راوپاروي، سره له دې چې دا پېښه نیابتي ځواکونو ترسره کړې وه، نه د یوې ځانګړې قومې ډلې لخوا. حتا کله چې د ISI او حقاني شبکې جنایتونه رسوا شي، دا تبلیغاتي ډلې هڅه کوي چې موضوع په یوه پراخ تاریخي چوکاټ کې داسې بیا تعریف کړي، ترڅو د خلکو ذهنونه منحرف کړي.

دا یوه ښکاره رواني جګړه ده، چې د افغانانو د ملي هویت د ویجاړولو لپاره جوړه شوې ده. د دې دسیسې پر ضد مبارزه هوښیاري او ملي وحدت ته اړتیا لري؛ هر افغان باید پوه شي چې دا تبلیغات له کومه ځایه هدایت کېږي او کوم هدفونه لري.

فاشیزم او قومي برتري؛ د افغانستان لپاره یو ګواښ

د دې رواني جګړې یو له خطرناکو پایلو څخه، د فاشیزم، قومي برتري، د قومونو او ولایتونو ترمنځ د کرکې، او د ځانګړو ژبو پر ضد د تعصب پراخېدل دي. په وروستیو کې دا ډول نظریات په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شوي دي.

هغه کسان او ډلې چې دا مفکورې ترویج کوي، ځانونه د روڼ‌ آندو په توګه معرفي کوي، خو په حقیقت کې، دوی د افغانانو ترمنځ د نفاق او دښمنۍ تخم شیندي.

دا ډول تفکر، چې پر کرکه، برتري‌ غوښتنه، تعصب، او فاشیزم ولاړ دی، د یو ویروس په څېر په ځانګړې توګه د افغان ځوانانو ترمنځ خپرېږي. که دا لړۍ دوام ومومي، نو افغانستان ته به ویجاړونکي پایلې ولري.

د تاریخ تجربې ښودلې چې دا ډول فکرونه بالاخره د نسل‌ وژنې او قومي پاکولو لامل کېږي، لکه څنګه چې په رواندا، سربیا، او حتا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ولیدل شول.

قومي برتري‌ غوښتنه د طالبانو د واکمنۍ له ناوړه پایلو څخه یوه ده. دا ډله، نه ‌یوازې دا چې د خپلو انحصاري سیاستونو له لارې قومي نفاق ته لمن وهي، بلکې د دې ډول افراطي فکرونو د ودې زمینه هم برابروي.

په داسې شرایطو کې، د هر افغان ملي مسؤلیت دی چې د دې خطرناکو تبلیغاتو پر وړاندې ودریږي، ځکه که دا کرکه خپره شي، نو زیان یې عام افغانان ویني.

د رواني جګړې او قومي برترۍ غوښتنې پر وړاندې حل لارې

۱. د تبلیغاتي جګړې افشا کول: افغانان باید د رواني جګړې له تکتیکونو خبر شي او وپوهېږي چې څنګه دښمنان د تاریخي اختلافاتو څخه د نفاق لپاره ګټه اخلي. عامه پوهاوی د دې دسیسو پر وړاندې لومړنی ګام دی.

۲. د ملي هویت پیاوړی کول: د افغانانو ملي هویت باید د ټولو قومونو پر یووالي او ګډ ژوند ولاړ وي. هر هغه هڅه چې تاریخ تحریفوي او د تېر وخت زخمونه د نفرت د خورولو لپاره کاروي، باید رد شي.

۳. د تفرقه‌ اچونکو حذفول: تر ټولو مؤثره لار دا ده چې هغه کسان چې نفرت ‌پراخوي، له عامه بحثونو وویستل شي او منزوي شي. داسې کسانو ته باید اجازه ور نه‌ کړل شي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو ذهنونه مسموم کړي.

۴. د قومي برتري‌ غوښتنې او فاشیزم پر ضد مبارزه: قومي برتري‌ غوښتنه د افغانستان لپاره یو زهرجن خطر دی. هر ډول تفکر چې یو قوم، ژبه، یا ولایت پر نورو غوره بولي، باید جدي رد شي.

۵. د ګډ دښمن پر ضد تمرکز: طالبان او ISI د افغانستان اصلي دښمنان دي. افغانان باید پر داخلي شخړو د تمرکز پر ځای، خپل پام د پاکستاني اشغال او ترهګرو ډلو پر ضد مبارزې ته واړوي.

پایله

افغانستان د خپل تاریخ‌ په یو حساس پړاو کې دی. د دې هېواد دښمنان هڅه کوي چې د افغانانو پاملرنه د اصلي دښمن څخه واړوي او د تاریخ له زخمونو څخه د نفاق وسیله جوړه کړي.
خو د افغانستان راتلونکی یوازې د یووالي، پوهې، او د دې تبلیغاتي جګړې پر وړاندې د مقاومت له لارې تضمین کېدای شي. افغانان باید هوښیار واوسي، د قومي برتري‌ غوښتنې او تفرقه ‌اچونکو تبلیغاتو په دام کې ونه لویږي، او پر ځای یې د یو واحد، متحد، او روښانه راتلونکي لپاره کار وکړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here