د افغانستان د پرځیدلي جمهوریت جګپوړی غړی او د پاکستان په چارو کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی عمر داودزی وایي د جمهوریت سقوط له هغې ورځې پیل شو چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ دوه سری حکومت جوړ شو.
ښاغلی داودزی وایي د جمهوریت سقوط د بن کنفرانس څخه پیل او د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سرعت وموند او داګست میاشتې په ۱۵ پای وموند.
محمد عمر داودزی وایي د ملي وحدت د حکومت طرحه د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیري طرحه وه.