شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانسرچینې:د بادغیس لپاره د طالبانو د مرستیال والي زوی خیبر پښتونخوا کې...

سرچینې:د بادغیس لپاره د طالبانو د مرستیال والي زوی خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوی

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د بادغیس لپاره د طالبانو د مرستیال والي مولوي غلام محمد احمدي زوی بدرالدین یوسف یو له هغو دریو جنګیالیو څخه دی، چې د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا بدرالدین یوسف د پاکستاني طالبانو په یوه روزنیز مرکز کې روزونکی و.

سرچينې زياته کړې چې هغه د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان له دوو وسله والو سره وژل شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here