د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د طالب چارواکو یو لیست خپور کړی او ویلي یې دي، چې ښایي راتلونکي کې د دغو کسانو د نیولو حکم هم صادر شي.
په یادو کسانو کې عبدالحکیم شرعي، مولوي عبدالوحید طارق، شیخ فریدالدین محمود، نورمحمد ثاقب، مولوي حبیبالله آغا، مولوي اخترمحمد زعفراني، شیخ مولوي نصرالله، شیخ عبدالرازق، مولوي ندا محمد ندیم، شیخ محمد خالد حنفي، ملا صمد ثاني، حاجي فیضالله، حاجي نورمحمد او حاجي ملا نورمحمد شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده او د محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نېولو حکم صادر کړ.

