جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستاند اروپایي ټولنې شارژدافیرې؛له مولوي کبیر سره کتنه کې له افغانستان سره...

د اروپایي ټولنې شارژدافیرې؛له مولوي کبیر سره کتنه کې له افغانستان سره د ۴۷ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی

‏د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او مل پلاوي یې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي چې اروپايي ټولنې د افغان کډوالو لپاره ۴۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.

یاد وزارت ویلي، چې دغه مرسته د تعلیم، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو ته ځانګړې شوې.

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې، په پاکستان او ایران کې دې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند او د هغوی په زور ایستل دې ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here