د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي،د لوی امپراتور او د افغانستان د بنسټ ايښودونکي احمدشاه بابا د کور بیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي.
طالب چارواکي وايي د لوی احمدشاه بابا د کور جوړونې څخه یې موخه د فرهنګي میراثونو او تاریخي اثارو ساتنه ده.
د کندهار ولایت له مقام څخه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي شوي: “د احمدشاه بابا کور د هېواد له تاريخي ابداتو څخه دى، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ځانګړې پاملرنې او هڅو يې د بيارغونې چارې پيل شوې دي.”
د کندهار ولایت مقام وایي چې د احمدشاه بابا د کور پاتې برخه به ډیر ژر بشپړه شي.
اعلامیه زیاته کړې: “تاريخي ابدات او فرهنګي ميراثونه د ملتونو هويت څرګندوي او ساتنه يې د ټولو خلکو دنده ده.”

