د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي نوین الحق لیکلي، تاریخ ټول هغه کسان یاد ساتي چې د وطن لپاره یې کار کړی.
نوموړي هغو کسانو ته چې دې وروستیو کې یې ملي لوبډلې پسې خبرې کړې؛ په ځواب کې لیکلي:«د تاریخ یو لوی حقیقت دا دی چې ټول هغه کسان یې په یاد او حافظه کې دي چې د خپل هېواد لپاره یې یو څه کړي دی، او هغوی هم چې هېڅ یې نه دي کړي، مګر تشې خبرې کوي، کرکې ته لمن وهي او د نورو د پښو وهلو او ټیټ ښودلو هڅې کوي. د دوی لپاره واقعاً متاسف یم، خدای دې تاسو ته ذهني ارام او هدایت درکړي؛ ترڅو تاسې هم یو څه وکړای شئ او یوه ورځ په غرور سره ځان ښکاره کړئ. لکه د تل په څیر پټ پاتې نه شئ او ټولو ته معلومه شي چې تاسو د دې هېواد د پرمختګ لپاره څه کړي.»
د یادونې ده چې نوین الحق د لومړي افغان لوبغاړي په توګه دا غبرګون ښودلی دی.
بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ ملي لوبډلې مینوالو د نوین الحق دا خبرې ستایلي او دا یې د مخالفینو لپاره ښه ځواب یاد کړی.

