یو شمېر سرچینې وايي، چې طالبانو په کابل او پنجشېر کې درې پخواني نظاميان نیولي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې نیول شوي کسان محمد اصغر او محمد خالص نومیږي، چې تېره اوونۍ د درې ولسوالۍ له عبدالله خیل سیمې څخه وړل شوي دي.
بل لورته په کابل کې هم د عبدالحمید په نوم یو پخوانی نظامي نیول شوی دی.
سرچینې وايي، چې عبدالحمید د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته خیاطي ته مخه کړې وه.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

