د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي ویلي، هېواد یې د هلمند سیند کې د حقابې موضوع د طالبانو له حکومت سره د تعامل او دیپلوماتیکو لارو څخه په جدي ډول تعقیبوي.
نوموړی زیاتوي، په دې برخه کې مذاکرات اخر ته د رسېدو په حال کې دي او ژر به یې پایلې شریکې کړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، علي ابادي ویلي، هڅه یې دا ده، چې د خپلو خلکو لپاره د اوبو حق تر لاسه کړي.
د طالبانو حکومت وایي، د هلمند په اوبو کې د ایران له حق منکر نه دي؛ خو د حقابې تړون ته په کتو دا حق هغه وخت ورکوي، چې په سیند کې اوبه پرېمانه شي.

