د امریکا ولسمشر جو بایډن او د 2024 د ولسمشرۍ د ټاکنو کاندید د لومړي ځل لپاره له دې پرده پورته کړه، چې له خپلې نوماندۍ تېر شو او د خپلې مرستیالې کامالا هاریس ته تېر شو.
بایډن له CBS تلویزون سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه به خپره شي وايي: له نوماندۍ د تېریدو لامل دا و، چې جمهوري غوښتونکي او لیوه ټرامب باید ناکام شي، بایډن زیاتوي دا زما لپاره د ویاړ خبره ده، چې ولسمشر شم،خو زه د خپل هېواد ګټو ته ژمن یم، ځکه خو له نوماندۍ تېر شوم، موږ باید ټرامپ ته ماتې ورکړو.