په ایران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه له ترور وروسته د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمې اړیکې نیول شوې دي، د ایران د ملي امنیت شورا کې یوې مهمې امنیتي سرچینې له کویټ څخه خپریدونکې ورځپاڼې « الجریدة الکویتیة» ته ویلي دي، امریکايي پلاوي، چې ایران ته راغلی و، د تهران او واشنګټن تر منځ یې د ګرم خط Hotline د پرانېستلو وړاندیز کړی دی، اوس دا خط پرانېستل شوې دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي نمایندګي وايي: اوس زموږ او د امریکایانو ترمنځ مستقیمې خبرې روانې دي، دواړه لوري هیله لري، چې د خبرو جزیات پټ وساتل شي.
د ملي امنیت شورا دا سرچینه وايی: واشنګټن په یوه نوي لیک کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنئ څخه غوښتي دي، چې د اسماعیل هنیه د انتقام او غبرګون موضوع دې دوه یا څو اونۍ وځنډوي په لیک کې د« couple of weeks» عبارت کارول شوې دي، د ایران نمایندګي وايي: هېواد یې حق لري، چې له خپل حق دفاع وکړي ځکه د ایران خپلواکي تر پوښتنې لاندې راغلې ده، د هنیه انتقام په غزه کې له اوربند سره کوم تړاو نه لري.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس امریکا ایران ته لیکلي دي، چې متحده ایالات په سیمه کې بله جګړه نه غواړي او کومې جنګي بیړۍ، چې سیمې ته استول شوي دي دا د جنګ لپاره نه، بلکې د جګړې دمخنیوي لپاره دي او بایدن غواړي، چې د خپلې دورې تر بشپړولو وړاندې د غزې جګړه پای ته ورسوي، که ایران رښتیا غواړي، چې جګړه نورې سیمې ته ونه غځیږي او په غزه کې اوربند وشي، د بایډن ادارې پر اسرائیلو فشار زیات کړی دی، چې د اوربند وړاندیز ومني.
د ایران لپاره له سخاوته ډک وړاندیز دادی که چیرې ایران پر اسرائیلو خپل برید وځنډوي او یا یې بڼه وربدله کړي نو امریکا به ورسره په عمان کې د اتومي پروګرام په اړه خبرې بیا پیل کړي، او پر هغو لارو چارو به غور وکړي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د 2015 ز تړون څرنګه تطبیق شي.
په وړاندیز کې د پاموړ خبره داده که چیری ایران د اسماعیل هنیه له انتقام او برید تېر شي نو امریکا به ورسره د دوی په امنیتي سیستم کې د رامنځته شوې تشې او خلا په ډکولو کې پوره مرسته وکړي، چې د اسماعیل هنیه د ترور په څېر پېښه بیا رامنځته نه شي.
سرچینه زیاتوي: ولسمشر پزشکان پردې توانیدلی، چې خامنئ ته قناعت ورکړي، چې یو څه وخت صبر وکړي، ځکه نوموړي پارلمان ته نن خپله کابینه ورمعرفي کړې ده او پارلمان دوه اونۍ وخت ته اړتیا لري، چې کابینې ته د باور رایه ورکړي.
همدا راز پزشکان خامنئ ته ویلي دي، چې موږ باید دحسین څلوېښتمې ته هم صبر وکړو، چې د روانې میاشتې پر 25 پای ته رسیږي، د پزشکان له انده کېدای شي د ایران برید دوه اونۍ وځنډیزي.
سرچینه دا هم زیاتوي، چې د ولسمشر پزشکیان او خامنئ ترمنځ د اسماعیل هنیه د ترور د انتقام او غبرګون په اړه اختلاف شته، ولسمشر وايي: پر تل ابیب د مستقیم برید پر ځای باید موږ د موساد ایجنټان او په سیمه کې هغه کسان، چې له دوی سره کار کوي په نښه کړو، خو خامنئ د پزشکیان له دې وړاندیز سره مخالفت کړی او پر تل ابیب د مستقیم برید خبره کوي.
همدا راز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مستقیم برید په اړه زړه نا زړه دی، ځکه سیاسي اوډیپلوماتیک پایلې نه دي معلومې، سرچینه وايي: په ایران کې د پزشکیان په ګډون هېڅوک نه پوهیږي، چې خامنئ به څه پریکړه کوي، اوس د ټولو سترګې د خامنئ لور ته دي. پخوانی د بهرنیو چارو وزیر ظریف وايي: موږ باید له فلسطینیانو ډېر ګرم نه شو او خپلې ګټې په پام کې ونیسو.