د پنتاګون پخوانی سلاکار دوګلاس مکریګور وايي، د یمن حوثیانو هغه اویا تنه اسرائیلي او امریکايي کومانډویان وژلي دي، چې هڅه یې کوله په پټه یمن ته ننوځي.
نوموړی زیاتوي، چې حوثیان پیاوړي او ځواکمن جنګیالي دي، دې ځواکونو ته یې کمین نیولی او ټول یې له یوه سره وژلي دي.
متحده ایالات تر اوسه نه دي توانیدلي، چې په سورسمندر کې د حوثیانو د بریدونو مخه ونیسي، ځکه اوس په دې سمندر کې د ترینګلي وضعیت له کبله نړیواله سوداګري زیانمنه شوې ده، امریکايي او اسرائیلي بیړۍ په اسانه نه شي تېریدلې.