د هند د بهرنیو چارو وزیر ک. ناتوار سینګ د ۹۸ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کالونو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده کړې وه.
هغه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړېدو لپاره په ۱۹۸۸ کال روم ته هم سفر کړی و، ترڅو پخوانی پاچا ظاهر شاه بېرته افغانستان ته راستون کړي.