دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeکورپاڼهد ایران پارلمان رئیس: ولسمشر پزشکان عباس عراقچي بهرنیو چارووزات ته نوماند...

د ایران پارلمان رئیس: ولسمشر پزشکان عباس عراقچي بهرنیو چارووزات ته نوماند کړ

د ایران پارلمان رئیس: ولسمشر پزشکان عباس عراقچي بهرنیو چارووزات ته نوماند کړ.

رویترز خبري اژانس د ایران د پارلمان د رئیس له خولې لیکلي دي، چې ولسمشر مسعود پزشکان عباس عراقچي د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند کړی دی.

عباس په 1962 کې په پلازمینه تهران کې زیږیدلی دی، د ایران د اتومي شخړې له مهمو مرکچیانو څخه دی او اوسمهال په بهرنیو چارو وزارت کې د قانوني او نړیوالو چارو معینت مرستیال دی.

عباس په 1989 ز کې د ایران په ډیپلوماسۍ کې دنده پیل کړې ده، د نویمو کلونو په پیل کې یې په اسلامي کنفرانس کې د خپل هېواد استازیتوب کړی دی.

همدا راز یې په فنلینډ او جاپان کې د ایران د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده، له 2004 – 2005 ز پورې د نړیوالو اړیکو د پوهنځي سلاکار و.

شنونکي وايي: عباس عراقچي د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف نږدې کس دی او تر ډېره به د نوموړی تر اغیز لاندې وي، د افغانستان په اړه د ظریف نظر ډېر منفي دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here