سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانخوست؛په علي شېرو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته...

خوست؛په علي شېرو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

یو شمېر سرچینې وايي، چې تېره شپه د خوست په علي شېرو ولسوالۍ په ډبګي سيمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

ویل کېږي دا نښته د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان له لوري افغان خاورې ته د توغندیو په توغولو پیل شوه.

ویل کېږي چې دغې نښتې د سهار تر پنځو بجو دوام کړی او د دواړو لوریو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

دغې نښتې د سیمې ګڼې کورنۍ هم د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here